دامام نسائې رحمه الله ژوند لیک

دامام نسائې رحمه الله ژوند لیک

دامام نسائې بن شعیب بن علي بن بحر بن سنان بن دینار په ۲۰۱۴\۲۰۱۵هق کال دخراسان په نساء ښار کي پیدا شوی دی.

امام نسائې رحمه الله  په خراسان،حجاز،عراق،شام او مصر کي له ډیرو نومیالیو علماوو څخه د احادیثو سماع کړې ده، نسائې رحمه الله که څه هم  شافعي مذهبه ؤ، خو  د امام احمد بن حنبل رحمه الله  څخه یې زیات علمي فیض ترلا سه کړی دی.

د امام نسائې رحمه الله نومیالی استادان :

  • ابو داود السجستاني
  • مجاهد بن موسی
  • احمد بن عبده
  • حمید بن مسعوده
  • قتبیه ابن سعید
  • عمران بن موسی
  • اسحاق بن ابراهیم
  • محمد بن بشار
  • علي بن حجر
  • علي بن حشرم
  • او…..

السنن النسائې د مبارکو احادیثو له شپږو مشهورو کتابونو( الصحاح الستة) له جملې څخه ډير مقبول او مشهور کتاب دی،مولف یې  امام نسائې رحمه الله دی، امام نسائې له سنن نسائې څخه د مخه د السنن الکبری په نوم کتاب تالیف کړی ؤ.

ابن الاثیر رحمه الله وایې چي : امام نسائې وروسته له الکبری څخه صحیح احادیث را بیل کړل او په سنن النسائې کي یې جمع کړل،نو په همد ې اساس ویلای شو چي په السنن النسائې کي ټول صحیح احادیث ترتیب او تدوین شوي دي.

پر السنن النسائې ډیرو زبده علماووشرحي او حاشیې لیکلي دي، د بېلګې په توګه جلال الدین السیوطي او ابو الحسن السندي یادولای شوچي پرسنن نسائې یې  ګټوري لیکني کړي دي.

د امام نسائې رحمه الله د مشهوروشاګردانو نومونه دي:

  • ابو جعفر الطحاوي
  • ابو القاسم الطبراني
  • ابو بشر الدولابي

 

د احادیثو ستر خادم او محدث ابو عبدالرحمن (النسائې) په ۳۰۳ هق کال د صفري په ۱۳مه په  فلسطین کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي او دابدیت په لور کوچیدلی دی.

انا لله وانا الیه راجعون!

دامام نسائې رحمه الله ژوند لیک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to top