د امام ابن ماجه رحمه الله ژوندلیک

د امام ابن ماجه رحمه الله ژوندلیک

 

نوم، نسب، کنیه او لقب

نوم یې محمد، کنیه ابوعبدالله او لقب ابن ماجه دی، او د پلار نوم یې یزید دی. په ۲۰۹ کال کې د ایران په قزوین سیمه کې پیدا شوی دی.

د (ماجه) نوم په اړه ځینی علماء وايي چې دغه د محمد د نیکه نوم و. ځیني نور وايي چې د مور نوم یې و خو یو شمیر نور نامتو علماء وايي چې (ماجه) د محمد د پلار لقب و.

 

د علم ترلاسه کول

 

د ابن ماجه رحمه الله  په وخت کې د نړۍ په مختلفو برخو کې محدثین ډیر وو. د دویشت کلنۍ پورې په خپل وطن قزوین کې چې څومره علم ورکول کیده، هغه یې زده کړ، بیا وروسته له دې په ۲۳۰ هجري کال کې د علم ترلاسه کولو لپاره بیلا بېلو ځایونو ته لاړ؛ لکه:خراسان، عراق، حجاز، مصر،شام، بصره، مکه، بغداد او داسې نور ښارونه.

 

ښوونکي

 

د ښوونکیو شمیر یې زیات دی. له ځیني روایتونو نه معلومیږي چې له درېیو سوو نه زیاتو ښوونکيو څخه زده کړه کړې ده، د امام مالک رحمه الله  او امام لیث له زده کوونکیو څخه هم روایتونه نقل کړي دي؛ خو د یو شمیر مشهورو ښوونکیو نومونه په لاندې توګه دي:

 

ابراهیم بن منزر حزامي، ابوبکر بن ابي شیبه، جباره بن مغلس، حمدون بن عماره بغدادي، داود بن رشید، سهیل بن اسحاق بن ابراهیم واسطي، عبدالله بن محمد چې حافظ ابوبکر بن ابي الدنیا بغدادي باندې مشهور دی، عبدالله بن معاویه، علی بن حسن جرثمي، علي بن سعید نسائي، محمد بن احمد جوزجاني، محمد بن رمح، محمد بن سعید بغدادي، محمد بن عبدالله، ابوجعفر بن هارون بغدادي، او هشام بن عماد.

زده کوونکي یا شاګردان

 

د ابن ماجه رحمة الله علیه ځیني مشهورو زده کوونکي په لاندې توګه دي:

 

ابراهیم بن دینار جرشي، احمد بن ابراهیم قزویني، ابوطلب احمد بن روح شعراني، احمد بن محمد مدني، اسحاق بن محمد قزویني، جعفر بن ادریس، ابوبکر حامد ابهري، حسین بن علي، سعدون، سلیمان بن یزید قزویني، ابوالحسن علي بن ابرایهم قطان قزویني، علي بن سعید غدالي او محمد بن عیسی صفار.

 

غوره والی

 

حافظ ابویعلي خلیل وايي: ابن ماجه ډیر معتبر او د حجت وړ محدث و. د علمي له لحاظه د نوموړي پر غوره والي او ثقه والي باندې اتفاق دی، او د حدیث په علم باندې پوره پوهیده. ابوالقاسم وايي: د مسلمانانو په امامانو کې ابن ماجه هم ډیر معتبر امام دی او د هغه پر قبولیت باندې د ټولو اتفاق دی.

 

علامه ابن جوزي وايي: ابن ماجه په حدیث، تاریخ او تفسیر کې دیر ماهر و. علامه ابن خلکان وايي: امام ابن ماجه پر حدیث ا و د هغه اړوند علمونو باندې ډیر پوهیده. امام ذهبي وايي: ابن ماجه ډیر لوی حافظ، صادق القول او وسیع العلم و. ابن اثیر وايي: ابن ماجه عالم او د حدیثونو امام و.

 

فقهي مسلک

 

د ابن ماجه د فقهي مسلک په اړه په یقیني توګه څه نه ویل کیږي خو دومره ویل کیږي چې نوموړی د نورو محدثینو په شان د کوم خاص مذهب پورې محدود نه و، البته د عراق په پرتله د اهل حجاز په لور تمایل درلود ځکه همدغه خبره د سنن ماجه د لیک سبک نه هم ښکاري. علامه طاهر بن جزائري وايي: ابن ماجه او داسې نور محدثین د یو مجتهد امام مقلد هم نه وو.

 

عمل او اخلاق

 

ابن کثیر وايي: ابن ماجه ډیر دینداره او متقي و. د شرعي احکامو پابند و، په اصولو او فروعو کې په پوره توګه باندې د سنت پیروي کوله.

 

کتابونه

 

سنن ابن ماجه

 

التاریخ

 

تفسیر ابن ماجه

 

له سنن ابن ماجه نه پرته نور کتابونه یې شتون نلري بلکې ورک شوي دي.

 

مړینه

 

د ابن ماجه مړینې په اړه دوه روایتونه دي: په یو روایت کې ۲۷۳ هجري کال ښودل شوی او په بل روایت کې ۲۷۵ ښودل شوی  دی.

ماخذونه

 

وفیات الاعیان:۲/۲۸۴-۲۸۸صص.

 

تهذیب التهذیب:۹/۵۳۲.

 

البدایة والنهایة:۱۱/۵۲.

د امام ابن ماجه رحمه الله ژوندلیک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to top